په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبه شپه د لیندۍ په ٢١مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د یوې پیاوړې جهادي کورنۍ غړی و، چې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې یې په جهاد کې مهم رول درلود.
کرزي زیاته کړه: زه پر نوموړي برید په کلکه غندم، کورنۍ او نورو شهیدانو ته یې د جمیل صبر او د دې پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوم.
په ورته وخت کې په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپله ایکس پاڼه لیکلي: په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني او زمونږ یو شمیر هیوادوال د دغه وزارت په انګړ کې د ترهګریز برید په پایله کې شهیدان شول.
هغه زیاته کړه: پر خلیل الرحمن حقاني ترهګریز برید په کلکه غندو او یادونه کوو چې نوموړی د افغانستان د یوې با نفوذه جهادي کورنۍ غړی و، چې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې یې په جهاد کې مهم رول درلود. عبدالله عبدالله د دغې پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او د مرحوم حقاني او نورو شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر استدعا وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د خلیل الرحمن حقاني وژل کیدل په ملي او نړیوالو سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment